شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ځینو افغان چارواکو عالي دولتي مډالونه واخيستل

ځینو افغان چارواکو عالي دولتي مډالونه واخيستل

جمهور رئيس محمد اشرف غني په روغتيايي چارو کې خپل سلاکار تيمور علم، د جمهوري رياست د دفتر لوی رياست د پاليسۍ، څارنې او بررسۍ مرستيال عبدالسبحان روف، د ټولګټو چارو وزارت د وسپنې پټلۍ د ادارې لوی رئيس محمد يما شمس او له فساد سره د مبارزې عالي ادارې لوی رئيس سيد غلام حسين فخري ته د خدمتونو او هڅو د تقدير او ستاينې په خاطر د غازي مير مسجدي خان دولتي عالي مډالونه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل.
په دغو مراسمو کې، چې تېر مازديګر په ارګ کې ترسره شول، د جمهوري رياست فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د جمهور رئيس جلا فرمانونه ولوستل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، جمهور رئيس غني د مډالونو له ورکړې وروسته په ورسپارل شوو دندو کې د يادو چارواکو زحمتونه، هڅې، امانتداري او صداقت وستايه او ويې ويل، د مکافاتو او مجازاتو مسئله جدي نيول کېږي او هغه کسان، چې په خپلو دندو کې وړتيا له ځانه وښيي، قدرداني او ستاينه به يې وشي.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: