سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / اقتصاد / څلوېښت ميټريک ټنه وچه او لنده مېوه هندوستان هيواد ته ولېږدول شوه

څلوېښت ميټريک ټنه وچه او لنده مېوه هندوستان هيواد ته ولېږدول شوه

د کندهار نړيوال هوايي ډګر څخه څلوېښت ميټريک ټنه وچه او لنده مېوه هندوستان هيواد ته ولېږدول شوه.

په ليږدول شوې ميوه کي مڼه، انځر، انار او انګور شامل وو او د جمعې په ورځ د کارګو پرواز په وسيله د کندهار نړيوال هوايي ډګر څخه هندوستان هيواد ته ولېږدول سوه. د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز تر پرانيستلو وروسته دا د کارګو څلورم پرواز دی چي د کندهار نړیوال هوايي ډګر څخه هندوستان هيواد ته تر سره کېږي.

افغانستان د وچې او لندې مېوې تر څنګ ځینې نور داسې توکي او محصولات لري چې به نورو هيوادونو کې ورته د اړتيا ترڅنګ لېوالتيا هم ډېره ده او د هند د دوستانه همکارۍ په لرلو سره کولای شي د دوه اړخيزې سوداګرۍ اړيکې پياوړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *