یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / څومره چې دښنمنان ورانکاري کوي، هومره ترې کرکه زياتېږي

څومره چې دښنمنان ورانکاري کوي، هومره ترې کرکه زياتېږي

دافغانستان ولسمشر اشرف غني کابل کې شوی ځانمرګی برید په سختو ټکو غندلی. هغه ويلي دافغانستان دسولې دښمنان هیڅکله په داسې ناوړه بریدونو خپلو شومو موخو ته نه شي رسیدلی.
نن ورځ کابل کې ديوې خبري شبکې په دفتر شوي ځانمرګي برید کې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي، چې ولسي وګړي او زده کوونکي پکې دي
ددغه برید نه وروسته دافغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ دغمرازۍ یو پیغام کې ویل شوي، څومره چې دافغانستان دسولې او ثبات دښمنان ورانکاري کوي همدومره ورڅخه دخلکو کرکه او نفرت زیاتیږي.
افغان ولسمشر پخپل دغه بیان کې نه ده واضحه کړې چې دسولې ددښمنانو نه یې مطلب ترهګرې ډلې دي که ځینې هاغه سیمه ایز قوتونه چې هغلته دناامنۍ لوی لامل ګڼل کېږي.
ښاغلي غني زیاته کړې ده چې دافغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول توان سره دترهګرو ډلو دنابودولو هڅې کوي.
له دې وړاندې چې په کابل کله هم دغسې ستر بریدونه شوي نو افغان چارواکو يې کې د زیاتو پړه په پاکستان وړاړولې ده او دا دریځ یې خپل کړی چې دپاکستان پوځي اؤ استخباراتي ادارې طالبان او نورې ورانکارې ډلې افغانستان کې ترهګرۍ ته هڅوي.
افغان ولسمشر وایي دا مهال دافغانستان او پاکستان دګډې پولې دواړو غاړو ته لږ تر لږه ۲۱ ترهګرې ډلې د ورانکارۍ په فعالیتونو ککړې دي او افغان ځواکونه په مېړانه ددغو ټولو ترهګرو ډلو سره جنګیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: