جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / چابهار بندر سره افغانستان او هند د پاکستان له اړتیا خلاص شول

چابهار بندر سره افغانستان او هند د پاکستان له اړتیا خلاص شول

هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا په یوه مطلب کې کښلي، د چابهار بندر د لومړي فاز په پرانیستل کېدو سره اوس افغانستان او هند د پاکستان له اړتیا ووتل. په دې تړاو انډیا بزنس لیکي د دې ترڅنګ چې دغه بندر د سیمې هېوادونه سره نښلوي، د ایران په داسې یوه سیمه کې موقعیت لري چې د انرژۍ پرېمانه سرچینې لري.

د ورځپاڼې په باور چابهار ته د هند له لوېدیځ ساحله رسیدل اسانه دي. انډیا بزنس زیاتوي چابهار ته د ګوادر بندر د سیال په سترګه کتل کیږي چې دغه بندر ته په نسبتا نږدې سیمه کې موقعیت لري او چین پکې پانګونه کوي.

د افغانستان حکومت په چابهار بندر کې د نوې جوړې شوې برخې د پرانېستل کېدو او د بندر د پراختیا هرکلی وکړ.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال تېره شپه وویل چې دا پرمختګ به په افغانستان کې د سوداګرۍ له ودې سره مرسته وکړي او پاکستان پر ګوادر بندر به د افغانستان د سوداګرو اتکا ډېره کمه کړي.

دواخان مینه پال وویل:

“افغانستان، ایران او هند د چابهار پروژې پر جوړولو کار پېل کړ چې د هند د مرستې غنم پرې را ولېږدول شو. چابهار افغانستان ته د وارداتو یوه ارازنه لار ده.”

د ایران دولتي ټلوېزیون ويلي د چابهار بندر د نوې برخې د پرانېستلو په ځانګړو مراسمو کې د ایران ولسمشر او د افغانستان، پاکستان، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

د ایران حکومت پر چابهار بندر یو میلیارد ډالر پانګونه کړې چې د پراختیا چارې به یې په راتلونکو ۱۴ کلونو کې بشپړې شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې چابهار بندر به د سیمې د هېوادونو ترمنځ زیات مشارکت او اتحاد جوړ کړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: