پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / قبايل / چارواکي: د پاکستان په قبايلي سيمو کې ۴٨٥ کسان په اېډز اخته دي

چارواکي: د پاکستان په قبايلي سيمو کې ۴٨٥ کسان په اېډز اخته دي

چارواکي وايي د پاکستان په قبايلي سيمو کې ۴٨٥ کسان د اېډز په رنز اخته دي. په قبايلو کې د اېډز دکنټرول مشر نادرخان وايي په قبايلي سيمو کې د اېډز مرض ډېر په تندۍ سره خوريږي او زياتوي د دغې مرض د ناروغانو شمېره ډېره ده خو اکثره خلک په دغې ناروغۍ شرميږي او ځان ددوي سره نه ثبتوي کوي.

نوموړي په قبايلي علاقو کې د اېډز د ناروغۍ په اړه د بېدارۍ خورولو په ضرورت زور واچو. ډاکټران وايي د اېډز د ناروغۍ خورېدو بنيادي علت په جنسي تعلقاتو کې بې احتياطي ده.

ډاکټر ذاکر حسين وايي د اېډز ترټول لوي علت غېر فطري جنسي تعلق دی او زياتوي دويم علت يي د استعمال شوو سېرنجونو او يا د اېډز د ناروغه تن د وينې نه بل تن ته لګېدل دي خو وايي صرف ۱۱٪ خلکو ته دغه مرض د بل مريض د وينې يا سېرنجونو او نورو نه ورپورې کېږي

اېډز مرض که له یوې خوا په گرده نړۍ کښې ډیر خلک متاثره کړي نو د پاکستان حکومت اېډز مخنوي لپاره پروگرام ترمخه، په هیواد کې تر اوسه ١٨٥٠٠ په ایډز اخته کسان راجستر شوي دي.

د پاکستان گاونډي افغانستان کښې دې مرض په اړه ملگري ملتونه وایي د کال ٢٠١٦ اخر پورې ٦٩٠٠ کسان داسې شته چې د اېډز ناروغي ورته لگیدلې. دغه شمیره کې ١٩٠٠ افغانې ښځې هم شاملې دي.

د سي ډي سي د ٢٠١٦ کال د شمېرنو له مخې په ټوله نړۍ کې ٣٦.٧ میلیونه خلک د اېډز په رنځ اخته دي، یو میلیون کسانو تراوسه ددې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ١.٨ میلیونه نوي مریضان شوي.

د ملگرو ملتونو د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو اېچ او هڅه کوي چې د اېډز د نړیوالې ورځ په مناسبت نړۍ کې شعور رابیدار کړي، او له وړاندې څخه په دې رنځ د اخته کسانو درملنه باوري کړي.

د پخوا په پرتله اوس د اېډز د رنځ د مخنوي په برخه کې ډیر پرمختگ شوی. د نن نه پنځويشت کاله وړاندې د اېډز د ناورغۍ داسې علاج نه کیدو.

اوس ددغې ناروغۍ د درملنې لپاره ګولۍ (تابلیټ) شته چې په ایډز اخته ناروغان یې باید هره ورځ یو دانه وخوري.

دا گولۍ د مریض په وجود ډیر کم بد اثرات لري او په ایډز اخته کس معمولي ژوند تیرولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: