یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / چارواکي وايي دپوستې جوړولو پر مهال درې پاکستاني پوځيان وژل شوي

چارواکي وايي دپوستې جوړولو پر مهال درې پاکستاني پوځيان وژل شوي

د مهمند ايجنسۍ په نامنلې سرحدي سيمه کې د نامعلومه وسلوالو په ډزو کې پاکستانيو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خبرونه وايي په دې حمله کې  درې ايف سي پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې آئي ايس پي آر د وينا له مخې دغه حمله هغه مهال شوې ده کله چې پاکستاني پوځيان شنکرائي سيمه کې دپوستې په جوړولو بوخت وو.

بيانيه وايي د پاکستاني پوځيانو په ځوابي ډزو کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه به دې اړه کومې وسله والې څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: