د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش ځپلو په هدف د پيل شوو سېلاب څلور، نهم نمبر عملياتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال نهه داعش وسله وال وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، په عملياتو كې د هيرويينو يوه فابريکه هم له منځه وړل شوې ده.
سرچينه زياتوي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ كې د تلفکانو تپه، وتى کلى، ډنډ راغه او د کمبو مکتب سيمې د داعشيانو له شتونه پاکې شوې دي.
د سرچينې په وينا، په روانو عملياتو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
