پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / قبايل / چترال: نورو سيمو ته د زراعتي محصولاتو په لېږد کې پراخي راغلې

چترال: نورو سيمو ته د زراعتي محصولاتو په لېږد کې پراخي راغلې

د چترال د سيمي زيارکښه مېرمنې په کروندو کې د کار او په ځانګړي ډول د روميانو د خرڅلاو د لارې دومره ګټه ترلاسه کوي، چې د لومړنيو اسانتياوو سربېره د خپلو بچو د تعلیم لګښتونه هم چمتو کوي.

د چترال خلک وايي دا سيمه د مېرمنو د خوارۍ او زيار ويستلو له کبله اباده ده. دغلته ښځې د سړيو سره اوږه په اوږه کار کولو له امله د خپلو کورونو انغري تودوي.

د چترال په علاقه باندې د نورو زراعتي فصلونو په څنګ کې غير موسمي روميان کرل کېږي، چې د اګست له ۲۰ تر دسمبر اخرو پورې حاصلات ورکوي.

کروند ګر وايی سږ کال په نورو سيمو کې د روميانو کمی دی او د دوی سږني روميان ان تر کراچۍ رسېدلي دي، خو دوی شکايت کوي، چې اړوندې دولتي ادارې ورسره هېڅ ډول مرسته نه کوي اواړ دي چې  اته کيلو متره لرې فاصلې نه د خپلو فصلونو لپاره د اوبو د ويالو ستړی کار ترسره کړي.

خو سره د دې ستونزو دوی په دې هڅه کې وو، چې څنګه وکولای شي داسې تخمونه، دانې او سبزۍ وکري چې ژر يې دوی ته د حاصل له لارې ګټه ورسېږي، نو يې د غير موسمي روميانو کرنې ته ادامه ورکړه. دوی وايي تر دې وړاندې چې به دوی غنم کرل، نو په کال کې به يې دومره څه ترلاسه کول، چې لګښتونه يې يې هم نه پوره کول، مګر اوس د روميانو له کروندې ډېره ګټه ترلاسه کوي.

په دې علاقه کې د کروندګرو لپاره هېڅ دول اسانتياوې نشته، کروندګر وايي د اوبو لګولو ادارې لخوا تر اوسه د اوبو کومه وياله نه ده راتېره شوې او د نورو زراعتي ادارو له نومونو سره خو بېخي کروندګر اشنا نه دي.

کروندګر وايي د سړکونو حالت تر دې خراب دی، چې د دوی روميان بازارونو ته روغ نه رسېږي، د رحيمې بي بي په نوم يوه مېرمنه چې په کرونده کې کار کوي وايي، که حکومت د اوبو ستونزه هواره کړي، دوی کولای شي د اوس په اندازه لس چنده زيات حاصلات د روميانو د فصل نه واخلي.

کروندګر وايي د دې علاقې ځمکې ډېرې حاصلخيزه دي، خو د اوبو د کمښت له امله یوازې ۲۰٪ ځمکې د کر وړ دي او نورې ۸۰ ٪ ځمکې شاړې پرتې دي.

د شکيلې په نوم يوې مېرمنې وويل، دوی يوازې د کروندې اوبو له کمښته نه کړېږي، بلکې د څښلو اوبو لپاره هم کومه اساني نشته او ښځې اړ دي چې د لرې فاصلې نه د څښلو اوبه راوړي، نوموړې غوښتنه کوي، چې حکومت دې د دې ځای خلکو سره د اوبو او سړکونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د يادولو ده چې هر کال د چترال علاقي کروندګر د روميانو، مټرو او الګوګانو د حاصلاتو له درکه يوه اندازه ګټه ترلاسه کوي، خو وايي که حکومت يې د ستونزو غم وخوري د دې ځای د کروندګرو اقتصاد به ورسره وده وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: