یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / قبايل / چترال کې اور لګيدو پيښه کې شپيته دوکانونه سوزيدلي

چترال کې اور لګيدو پيښه کې شپيته دوکانونه سوزيدلي

د چترال دروش کباړي بازار کې اور لګيدو له امله شپيته دوکانونه او درې کورونه سوزيدلي دي۔ پوليسو ويلي دغه اوور تيره شپه په نامعلومه توګه لګيدلی او وروسته ټول مارکيټ ته خور شوی دی.

د اور له امله  شپيته دوکانونه او ورسره نېږدې درې کورونه هم سوځېدلي۔ پوليس زياتوي چي د اور وژنې څلور ګاډو او ځايي خلکو نن سحر په اور قابو اومونده، ولي د لکونو روپو تاوان پکې خلکو ته رسېدلی دی۔ ځايي کسانو، ګلزار ولي شاه او دين محمد په وينا دې سيمه کې بجلي نيشته ولې دوی ويره څرګندوي چي ګنې دا اوور چا لګولی دی.

بل خوا دنين سيمه کې د برېښنا د شارټۍ له امله په يو ښوونځي کې هم اور لګېدلی چې بنځه درسي خونې پکې سوځېدلې دي، پوليس وايي اور سهار وختي لګېدلی او چاته پکې زيان نه دی رسېدلی.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: