پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / روغتيا / چغندر دوينې دلوړ فشار ترڅنګ دځينو نورو ناروغيو مخه نيسي

چغندر دوينې دلوړ فشار ترڅنګ دځينو نورو ناروغيو مخه نيسي

چغندر، چې د افغانستان په عمده کرنیزو محصولاتو کې راځي، له ښه خوند او رنګ سره سره د روغتیا لپاره هم ګڼې ګټې لري. چغندر د ويټامین A، B1، ‌B2، ‌B3 پر درلودلو سربېره معدني مواد لکه کلسيم او اوسپنه هم لري. څېړنو ثابته کړې چې د چغندرو خوړل د زړه د ناروغيو مخه نیسي چې نن سبا په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه ناروغي بلل کيږي. څېړنو ثابته کړې چې د چغندرو خوړل کولی شي د وینې د لوړ فشار مخه ونیسي او ډاکټران یې د یوه ښه او بې ضرره خوراکي توکي په توګه ناروغانو ته توصیه کړي. طبي څېړنو دا هم ثابته کړې چې چغندر په لوړه کچه د سرطان له ناروغۍ مخنیوی کوي او د دې کورنۍ  ټول بوټي لکه، کرفس، کاهو، شاهي، موشک او د چغندر پاڼې کولی شي د وینې د لوړ فشار مخنیوی وکړي. د فېزیولوژۍ استاد اندرو جونز وایي، په چغندرو کې شته نایټرېټ په بدن کې په نایټرېټ اسیدو بدلېږي چې کولی شي د وینې رګونه پراخ کړي او په اسانۍ سره د بدن ټولو غړو ته پر وخت وینه ورسېږي. ډاکټران دغه راز سپارښتنه کوي، د دې لپاره چې په چغندرو کې شته کیمیاوي او اړین مواد د پخولو پر مهال له منځه ولاړ نه شي سر او رېښې یې باید په چاقو پرې نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: