پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / چين هم په افغانستان کې دپښې ايښودو ځای پيداکړ

چين هم په افغانستان کې دپښې ايښودو ځای پيداکړ

د افغانستان دفاع وزارت وايي، له چین سره یې د هېواد په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د یوې غرنۍ لوا د جوړېدو هوکړه نهايي کړې ده. د دفاع وزارت ویاند وویل دوی د لوا پر تشکیل کار پیل کړی دی. د دولت وزیري په خبره د دغې لوا د تشکیل، سمبالښت او ودانیزو چارو په ګډون ټول لګښتونه چین حکومت ورکوي:
”له وسلې او مهماتو نیولې تر البسې او تجهیزاتو او د ځای تر جوړولو پورې ټول لګښتونه دوی پر غاړه اخیستي دي. همدا اوس زموږ ډېر افسران په چین کې په زده کړو بوخت دي او چین چې د افغانستان یو دوست هېواد دی، په دې توګه له موږ سره مرسته کوي. ”
چین له افغانستان سره په شمال ختیځ واخان لوړو کې ګډه پوله لري. د افغانستان په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د اورپکو ډلو فعالیت د چین او مرکزي اسیا د هېوادونو له اندېښنو بلل کېږي. ټاکل شوې د دغې لوا دنده هم په دغو غرنیو سیمو کې د ترهګرو ډلو پر ضد عملیات وي.
په دا وروستیو کې د چین او افغانستان تر منځ په سیاسي او اقتصادي برخو کې هم همکاري ډېره شوې ده. تېره اونۍ هم د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو سره د لومړنۍ درې اړخیزې غونډې کوربه و او دواړه لوري یې رغنده سیاسي او اقتصادي همکاریو ته وهڅول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *