پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / چینایي پانګولو ته په بامیانو ولایت کې هر ډول اسانتیاوې چمتو کوو

چینایي پانګولو ته په بامیانو ولایت کې هر ډول اسانتیاوې چمتو کوو

افغان حکومت په بامیانو ولایت کې چینایي پانګوالو ته هر ډول اسانتیاوې چمتو کوي. د بامیانو والي طاهر ظهیر د چین په ګانزو ولایت کې د ورېښمو لارې په دویم نړیوال فرهنګي نندارتون کې چینایي پانګوال، دې ته وهڅول چې په بامیانو ولایت کې پانګونه وکړي. ظهیر چینایي سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې افغان حکومت به په یاد ولایت کې چینایي پانګوالو ته هر ډول اسانتتاوې او امکانات برابر کړي. والي په یاد نندارتون کې همداراز ویلي، چې بامیانو ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو ورتګ په مخ کې هیڅ ډول ستونزې نشته. هغه د چين او په ځانګړې توګه د ګانزو ولايت له چارواکو وغوښتل چې په باميانو ولايت کې د تاريخي سېمو د بيارغونې او ترميم لپاره همکارۍ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: