چین دې د افغانستان او پاکستان تر منځ دستونزې په حل کې منځګړیتوب وکړي.د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، چین کولی شي د خپلو اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ناندرۍ له منځه یوسي او په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.
د ولي خان په وینا تر هغه چې د افغان او پاکستاني حکومت ترمنځ باور نه وي رامنځ ته شوی او پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست نه وي بدل کړی په سیمه کې به امنیت را نه شي او اقتصادي وده ناممکنه ده.
هغه پرون د ځوانانو په منځ کې د خبرو پر مهال ویلي، چې چین کولی شي د افغان سولې په پروسه کې مرسته وکړي او پاکستان دې ته تیار کړي چې د اقتصادي ودې لپاره له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې بدلون راولي.
هغه همدا راز په پاکستان کې د پښتنو پر وړاندې تبعیضي چلند غندلی دی او په وینا یې د پنجاب حکومت د ټولو سترو پروژو اقتصادي ګټې د پنجاب خلکو ته ځانګړې کوي او پښتونخوا ترې محرومه ده.