چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / چې د داعش او طالب جګړه وي، ولسوال خبرونه ورکوي!!

چې د داعش او طالب جګړه وي، ولسوال خبرونه ورکوي!!

ټرايبل خبريال:ـ د ننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ کې طالب او داعش وسله والو تر منځ د تېرې اوونۍ د نښتو په دوام نن سهار يو ځل بيا د دواړو خواوو ترمنځ توده جګړه شوې. دخوګياڼو ولسوال مبارز خادم وایي چې تازه نښتې د سهار له پنځو بجو پیل شوي دي.

نوموړي د جګړې له کبله وسله والو ډلو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې جګړه لا هم روانه ده.
د خوګياڼو ولسوال ډاډ ورکړ، چې سيمه کې امنيتي ځواکونه د تيارسئ په حالت کې دي او د وسله والو د پرمختګ مخنيوي لپاره يې لازم تدابير نيولي دي.

خو ځايي خلک وايي به خوګياڼو کې د ولسوالۍ چارواکي يوازې د دواړوو خواوو ترمنځ د نښتو او تلفاتو خبرونه له خبريالانو سره شريکوي او دا چې کومه ډله پر کومه خوا پرمختګ کوي، دوی پرې تر اوسه کار نه دی لرلی.

په ځينو نورو سيمو کې هم شکايت کېږي چې دولتي ځواکونه په ځانله د هرې غاړې سره جنګېږي، خو کله چې بيا د يوې ولسوالۍ په منځ کې داعش او طالب جنګيالي نښلي  ددولتي پوستو سرتېري او د ولسوالۍ اړوند چارواکي يې سيال ته ناست وي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: