سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / ډونلډ ټرمپ نن بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلانه وي.

ډونلډ ټرمپ نن بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلانه وي.

ډونلډ ټرمپ نن بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلانه وي.

د ډونلډ ټرمپ ادارې یوه چارواکي ویلي، ولسمشر به يې نن (چهارشنبه) بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړي.

ګڼو رسنیو لیکلي، ټرمپ به بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړي، څو د امریکا د سفارت د لېږد له پاره چمتووالی ونیسي؛ خو ویل کېږي چې د سفارت لېږد به وخت ونیسي.

د امریکا له لوري دغه متوقع اعلان ته د نړۍ له لر و بر څخه منفي غبرګونونه ښودل شوي دي. ترکي ولسمشر پرون وویل، که امریکا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړي؛ نو له اسراییلو سره به اړیکې پرې کړي. اردګان ویلي وو چې بیت المقدس د مسلمانانو له پاره سره کرښه ده.

همداراز سعودي، اردن او د فلسطین مشر هم غبرګونونه ښودلي دي. ټرمپ پرون محمود عباس ته ټيلیفون وکړ او له خپل پلان څخه يې خبر ورکړ؛ خو عباس ټرمپ ته ویلي وو چې دغه اعلان او لېږد به د سیمې او نړۍ د ثبات له پاره خطرناکې پايلې ولري.

بل خوا، اروپايي اتحاديې هم د دغه اعلان او لېږد د پايلو په اړه خبرداری ورکړی دی. د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مشرې فریدریکا موغیرني ويلي چې دې سره به د سولې پروسه له خطر سره مخ شي. موغیرني ویلي، هغه کړنه چې د سولې هڅې تر سیوري لاندې راولي، باید ترسره نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: