دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / ډونلډ ټرمپ: که پاکستان وغواړي د ترهګرۍ کيسه پای ته رسېږي

ډونلډ ټرمپ: که پاکستان وغواړي د ترهګرۍ کيسه پای ته رسېږي

د کارپوهانو په باور پاکستان د امريکې له فشار وړاندې هم کولای شول، چې د انساني همدردۍ له مخې دغه کورنۍ د خپلو وسله والو له منګلو خوشې کړي، خو اوس يې ځکه دا کار وکړ، چې غواړي خپل لوېدلی باور پر ځای کړي.

د امریکا ولسمشر د پاکستاني پوځ په لاس له وسلوالو د پنځو بهرنیو وګړو تر خوشي کېدو وروسته وویل، چې دا پرمختیا د اواشنګټن- اسلام اباد اړیکو کې ښه شېبه ده، خو کارپوهان وايي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له لوري بیان کې ویل شوي چې دا کسان پر ۲۰۱۲ کال په افغانستان کې تښتول شوي او بيا وسله والو د پاکستان کې خپلو پټنځايونو کې ساتلي وو.

د پاکستان پوځ دا هم وايي، چې د امریکا څارګرې ادارې له څه مهال راهیسې د دې یرغمل شویو د موندلو هڅه کوله: (امریکايي چارواکو د اکتوبر پر ۱۱ د پاکستان پوځ ته د دې کسانو د ځای په هکله معلومات ور کړل، چې په کورمه کې لېږدول کېدل).

د برتانیا د ګارډین ورځپاڼې د رپوټ له مخې، جاشوا بویل هم ویلي چې د خلاصون د عملیاتو پر وخت وسلوالو دوی د موټر په ډګۍ کې اچولي وو.

دی وایي چې یو وخت یې د وسله والو چیغې واورېدې چې ویل یې، بندیان ووژنۍ: (بیا ناڅاپه ډزې پيل شوې. زه په چره ولګېدم او ټپي شوم، او پنځه وسلوال ووژل شول).

د دوی له خوشي کېدلو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه بیان کې وايي، د پاکستان دا همکاري ښيي چې په سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره د سپینې ماڼۍ غوښتنې مني.

نوموړی له پاکستان د نورې همکارۍ هیله هم لري: (موږ د نورو تښتول شوو کسانو په خوشي کولو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د داسې مرستې او ګډ کار هیله لرو، ځکه د وسله والو ځاله د پاکستان خاوره ده او هلته يې که پاکستاني چارواکي وغواړي، د هر ډول کړنو مخه نيول کېږي).

ډونلد ټرمپ چې په تېر اګسټ کې د افغانستان او سیمې لپاره ستراتیژي اعلانوله پر پاکستان یې نیوکې وکړې.

نوموړي وویل، اسلام اباد له یوې خوا له امریکا مرستې ترلاسه کوي او له بلې خوا هغو وسلوالو ته په خپله خاوره کې پټنځي ور کوي چې افغانستان کې امریکايي ځواکونه وژني. هغه پاکستان ته خبرداری ور کړ چې که لار بدله نه کړي، ډېر تاوان به وکړي.

دغه بهرنۍ کورنۍ افغانستان ته راغلې وه چې د وسله والو لخوا د پاکستان خاورې ته وتښتول شوه. هغه مهال کولمېن مېندواره وه او په بند کې یې پر هغه بچي سربېره دوه نور ماشومان هم زېږولي دي.

د دوی یوه ویډیو د طالبانو اړوند جقاني شبکې خپره کړې وه او د خوشي کولو په بدل کې یې د خپلو دریو بندیانو خوشي کېدل غوښتل.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: