یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / ډينګي له امله مړو پنځه ديرش کسانو ورثانو سره مرسته شوې

ډينګي له امله مړو پنځه ديرش کسانو ورثانو سره مرسته شوې

د خيبرپښتونخوا وزيراعلی پرويز خټک ډينګي له امله مړه شوو د پنځه ديرش کسانو ورثانو ته امدادي چيکونه ويشلي دي. تيره ورځ په دې اړه وزيراعلی لخوا هاؤس پيښور کې يوه غونډه راجوړه کړل شوې وه.

په دې غونډه کې وزيراعل ډينګي له وجې مړه شوو د پنځه ديرش کسانو ورثانو ته د پنځه پنځه لکه روپو چيکونه تقسيم کړل. غونډه کې د روغتيا صوبائي وزير شهرام ترکئ، د پيښور ضلعې ناظم ارباب عاصم او د ضلعې انتظاميي چارواکو هم ګډون کړی و.

د غونډې پر مهال وزيراعلی پرويز خټک وويل چې د صوبې په تاريخ کې په اول ځل مرض نه مړه شوو کسانو ورثانو ته امدادي چيکونه وويشل شو او دا چي پاتې کسانو ته به هم زر چيکونه ورکړل شي.

ياده دې وي چې ډينګي له امله سږ کال ټوله صوبه کې پنځه شپيته کسان مړه او لس زرو نه زيات متاثره شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: