چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / ډین جونز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوچ ټاکل شوی

ډین جونز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوچ ټاکل شوی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی ډین جونز یې د کرکټ ملي لوبډلې موقتي روزونکی یا کوچ ګمارلی دی.

کرکټ بورډ وايي ښاغلی جونز به له هانک کانګ سره د افغانستان د را روانو څلور ورځنیو سیالیو پر مهال د “لنډ مهال” لپاره د لوبډلې مشر کوچ وي.

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي “دواړه لوري به د هانګ کانګ له سفر وروسته په اوږد مهال تړون غور وکړي”. افغانستان دا مهال د ملي لوبډلې په روزونکي پسې ګرځي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل څه موده مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې یو شمېر مشهورو نړیوالو لوبغاړو او روزونکو ورسره تماسونه نیولي دي او افغانستان د یوه ښه روزونکي په لټون کې دی.

د کرکټ بورډ اعلامیه وايي چې ډین جونز ” د خپل هیواد لپاره د لیست ای او فرسټ کلاس لوبو ترڅنګ ۵۲ نړیوالې ټیسټ او ۱۶۴ نړیوالې یوه ورځني لوبې ترسره کړی”.

ښاغلي جونز د افغانستان د شپږیزې په سیالیو کې مبصر وو او د کرکټ میدان ته په ورغلي لار له ځانمرګي برید ورسته یې ویلي وو چې له افغانستان څخه وتل او په نیمه کې د شپږیزې سیالیو پرېښودل ناځواني ده.

ښاغلي جونز د پاکستان د اسلام اباد یونایټیټډ لوبډلې روزنکي او د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د توپوهنې د برخې مشاور هم وو. تر ښاغلي جونز مخکي د هند د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی راجپوت د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: