پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / ډیورنډ په نوم بېلې شوې ځمکې د افغانستان حق او ملي ارزښت دی

ډیورنډ په نوم بېلې شوې ځمکې د افغانستان حق او ملي ارزښت دی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وایي بهرني ډيپلوماتان او استازي یې باید د افغانستان تاریخي حق ته درناوی وکړي. د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ډیورنډ د افغانستان تاریخي حق او ملي ارزښت دی، نو بهرنیانو ته په کار ده چې د افغانانو پر حساسیت پوه شي خپلې څرګندونې او نظرونه په پوره احتیاط سره په ډاګه کړي.

د ملي امنیت د سلا کار دغه غبرګون په داسې حال کې دی، چې په کابل کې د بریټانیې سفیر نیکولاس کي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې د برېټانیا او نړیوالو له نظره د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده. نوموړي دغه راز د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځولو او موانعوو جوړولو په اړه ویلي چې پاکستان د یادې کرښې د مدیرت حق لري او څنګه یې چې خوښه وي، هسې یې مدیریت کولی شي. تر دې وړاندې امریکايي چارواکو هم بیا بیا ویلي چې ډېورنډ رسمي کرښه ده او دوی په دې اړه د پاکستان د دریځ ملاتړ کوي. دا لومړی ځل دی چې د ملي وحدت حکومت د ډیورنډ کرښې په اړه د امریکايي او برېټانوي چارواکو دغه ډول څرګندونو ته غبرګون ښیي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *