دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / ډېری کډوال له هغو مشرانو په تېښته دي، چې د وینو تږي دي

ډېری کډوال له هغو مشرانو په تېښته دي، چې د وینو تږي دي

پاپ فرانسیس ویلي، د اوسني وخت ډېری خلک له هغو مشرانو په تېښته دي چې د بې ګنا خلکو په وینه تویونه کې هیڅ ستونزه نه لري. د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو رهبر دغه څرګندونې د کریسمیس په وروستۍ شپه کړې دي.

نوموړي له نړیوالو وغوښتل، د هغه میلیونونو انسانانو لاسنیوی هېر نه کړي چې له خپلو هېوادونو تېښتې ته اړ شوي دي.

نوموړي دغه کډوال له مریم او یوسف سره ورته وګڼل او بیت لحم (د حضرت عیسی د زوکړې ځای) ته یې د هغوی د سفر په اړه د انجیل یو روایت بیان کړ.

نوموړي یکشنبه ناوخته د ډيسمبر ۲۴مه، د واتیکان په سن پیټر کلیسا کې پخپلو خبرو کې وویل:

“موږ میلیونونه وګړي وینو چې پخپله خوښه نه، بلکې په زور له خپل هېواده شړل شوي دي او خپل خپلوان ترې پاتې شوي دي. ”

د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ ۱ میلیارد او ۲۰۰ زره کاتولیک مسیحیان شته.

رهبر یې (پاپ فرانسیس) د نړۍ له خلکو غوښتنه وکړه چې د کډوالو تود هرکلی وکړي.

پاپ فرانسیس د نړۍ په کچه د کډوالو د حقونو ملاتړی ګڼل کېږي، نوموړي په ځلونو پخپلو خبرو کې یادونه کړې چې حضرت عیسی پخپله یو کډوال و.

نوموړي د تېر کال پخپله کلنۍ وینا کې ویلي وو، مادیاتو د کریسمیس په مانا او اومفهوم سیوري غوړولی او د دغو ورځو د نمانځلو په انساني اړخونو په پاللو یې ټینګار کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: