سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / روغتيا / ‘ډېرې پاکستانۍ پېغلې د تیونو پر سرطان اخته کېږي’

‘ډېرې پاکستانۍ پېغلې د تیونو پر سرطان اخته کېږي’

د دوشنبې پر ورځ د اسلام اباد فیصل جومات له دې کله له ګلابي رنګونو ډک شو، چې د تيونو سرطان په هکله عامه پوهای ډېر شي. عمر افتاب چې پاکستان کې د تیو سرطان خلاف مبارزې تنظیم (پینک ریبن) مشر دی وايي، اسیا کې د تیونو سرطان لړ کې پاکستان تر ټولو مخکې دی.

ښاغلی افتاب وايي له نهو پاکستانیو یوه ښځه د تیونو پر سرطان د اخته کېدو له خطر سره مخامخ ده.

د دې شمېرو معانا دا ده، چې ۱۲ میلیونه پاکستانۍ ښځې له دغه خطر سره مخامخ دي، چې دغه شمېر د پلازمېنې اسلام اباد له ټولټال نفوسه هم ډېر دی.

د عمر افتاب په وینا دوی له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې دې لړ کې مبارزه کوي.

دغه سازمان د عامه پوهاوي لپاره پر فیصل جومات ګلابي رنګه څراغونه ځوړند کړي وو. دوی وايي، دا د سرطان له ډولونو لومړنی هغه دی، چې ژر یې تشخیص کېدای شي او علامې یې بهرنی بڼه لري:

له بده مرغه زموږ ټولنه کې د نیو سرطان له جنیست سره تړل کېږي. لومړی خو که کومه ښځه پرې پوه هم شي، چا ته نه وايي او پټوي یې او که خپلوانو ته هم ووايي، د شرم موضوع بلل کېږي او درملنې ته یې ژر زړه نه ښه کوي، خو کله چې سرطان پرمختګ کوي، بیا یې درملنه ډېره ګرانه شي. ” عمر افتاب وايي د عمر له ډېرېدو سره د تیونو سرطان خطر ډېرېږي.

هغه وايي، لس کاله مخکې ایله دوه اعشاریه درې سلنه ښځو په لومړي سر کې د تیونو سرطان په اړه ډاکټرانو سره مشوره کوله او اوس هم دغه شمېر له ۱۰ سلنې لږ دی. ښاغلی افتاب وايي:

پاکستان کې اوس ډېره خواشینونکې خبره دا ده، چې دغه ډول سرطان ځوانو نجونو کې ډېر لیدل کېږي. له ځوانو نجونو هدف د ۱۸ او ۲۰ کلنۍ د عمرونو تر منځ نجونې دي. دغه عمر کې د تیونو سرطان له کبله د مړینې خطر هم دېر وي. ” هغه وايي، دا هم ګرانه ده، چې معلومه شي څومره پاکستانۍ پېغلې د تیونو پر سرطان اخته کېږي او یا اخته شوې، ځکه حکومت داسې کومې شمېرې نه ساتي.

نوموړی زیاتوي له حکومته مو غوښتي دي، چې دې لړ کې شمېرې راټولې کړي، چې معلومه شي د عمر کومه برخه کې داسې خطر ډېرېږي یا کوم ډول سرطان خطر ډېر دی، چې د مخنیوي لپاره یې هلې ځلې وشي.

ښاغلی افتاب وايي، د نړۍ ځینې هېوادونو کې د تیونو سرطان ناروغانې د پاکستان پرتله ډېرې دي، خو پاکستان کې بیا د دغې ناروغۍ له کبله د مړینې کچه ډېره ده:

پاکستان کې هر کاله ۴۰ زره ښځې د تیونو سرطان له کبله مري، خو دا شمېر له اصلي شمېره لږ ښکاري، ځکه موږ کره شمېرې نه لرو ”.

نوموړی زیاتوي دوی د دې لپاره د عامه پوهاوي کمپاین کوي، چې ښځې پوه شي، د دغې ناروغۍ علامې پېژندل اسان دي او که ناروغي یې په لومړي سر کې تشخیص شي درملنه یې ګران بیه نه دی.

د نسرین کیسه د هغې له خولې:

یو کال مخکې مې د سینې ښي اړخ درد کاوه. مور، میړه او خویندو ته مې وویل، ټولو ویل ډاکټرانو پسې مه ګرځه، پیر بابا ته ورشه دم، تعویذ به درته وکړي، ښه به شې. پیر بابا ته ورغلم. درد نه کمېده، یوې خپلوانې راته وویل باید ډاکټر ته ورشم.

د هغې مې ومنله او ډاکتر ته ورغلم. ډاکټر راته وویل، د تیونو پر سرطان اخته یې او ډېره ناوخته راغلې یې.

ډاکټر دا هم راته وویل، دغه مرحله کې سرطان په خورا چټکۍ سره خپریږي. اوس مې کېموتراپي کېږي، د سر ویښته مې توی شوي دي او په هنداره کې ځان ته نه شم کتلای.

کاشکې پیر بابا ته نه وای ورغلې. باید د تیونو سرطان ته هم د نورو سرطانونو په نظر وکتل شي او د شرم لامل و نه بلل شي. ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *