پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ښاري محکمې ۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور محاکمه کړل

ښاري محکمې ۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور محاکمه کړل

د ننګرهار ښاري محکمې د جزا دېوان یو تن د قتل په قضیه کې په اعدام او شپږو نورو ته له پنځو تر ۱۶ کلونو پورې د بند سزا اورولې ده.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن په ښاري محکمه کې ددغې ادارې د رییس په مشرۍ او د قضايي پلاوي د قضيو د طرفينو په شتون کې د رايو په يووالي سره د قتل په يوه قضيه کې يو تن د اعدام په سزا او يو بل تن د قتل په قضيه کې په ۱۶ کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
دغه راز پنځه تنه نور يې دغلا په بېلابېلو قضيو کې په درې ـ درې کاله او يو بل تن يې په يو کال او شپږ مياشتو تنفيذي بند محکوم کړل.
د غونډې قضايي پلاوي وويل، چې د تورنو پر وړاندې شوې پرېکړې وروستۍ نه دي او کولای شي د استېناف غوښتنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: