سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ښځینه بزګرو ته د سبزیو د پروسس مرکزونه جوړ شول

ښځینه بزګرو ته د سبزیو د پروسس مرکزونه جوړ شول

په غور کې د بزګرو ښځو د اقتصادي پياوړتیا په هدف، د سبزیو د پروسس دوه مرکزونه ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.

د غور د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب رسنيو ته وویل چې دغه مرکزونه د څه باندې ۴ لکه افغانیو په ارزښت د کرنې وزارت له خوا جوړ شوي دي.

ښاغلی تایب وايي چې په غور کې څه باندې ۱۲۲۵ ښځې کورنۍ باغچې لري.

د ده په خبره، له دغو باغچو نه تر لاسه شوي محصولات په دغو دوو مرکزونو کې پروسس او بیا بازار کې په ښه بیه پلورل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: