یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کابل ښار کې د يوه ترهګریز بريد مخنيوی شوی

کابل ښار کې د يوه ترهګریز بريد مخنيوی شوی

د کابل پوليس د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې په يوه مازدا ډوله موټر کې د چاودېدونکو توکو د کشف او نيولو خبر ورکوي.
د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش وايي، تېره شپه شاوخوا دولس بجې مازدا ډوله موټر کې چې ۲۸ بوشکې چاودېدونکي توکي، دوه غټ بمونه او له ۵۰۰ کيلو ګرامه څخه زيات امونيم نايټرېټ په کې د روميانو د کارتنونو لاندې په منظم ډول ځای پرځای شوي وو، نيولي دي.
نجيب دانش زياتوي، د ياد موټر چلوونکی، چې غوښتل يې هدف ته ځان ورسوي، د امنيتي ځواکونو له لوري پېژندل شوی او د ډزو په پايله کې يې موټر چلوونکی ټپي او نيولی دی.
تر اوسه نه ده معلونه چې ياد نيول شوی کس کومې ډلې پورې تړلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د کابل ښار په درېيمه امنيتي حوزه کې د پوليسو په موټر د نښلول شوي ماين چاودنې دوه تنه پوليس ټپيان کړل.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه ويلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *