د ملي امنیت د څرګندونې له مخې؛ دغه کارځی د طالبانو یوې تروريستي شبکې جوړ کړی و، چې دوه کسه یې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د کابل ښار د پېنځمې ناحیې په اړوند سیمه کې د مقناطیسي ماینونو، ځانمرګو واسکټونو او چاودیدونکیو توکو پر زیرمه برید کړی، چې په کې یې د چاودیدونکیو توکو د جوړولو بېلابېل کاري وسایل کشف او ویجاړ کړي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې دغې شبکې غوښتل د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ستر ترورستي بریدونه تر سره او د سلګونه هېوادوالو ژوند واخلي.
ملي امنیت دا هم په ډاګه کړې، چې د یاد کارځي دوه کسه مسوولین ضیاالرحمن او آصف له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو دوه میاشتو کې څو ترورستي ډلې، چې غوښتل یې په کابل ښار کې ستر بریدونه ترسره کړي؛ امنیتي ځواکونو نیولي او یا یې له منځه وړي دي.