دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې ديوې رسنۍ پر دفتر بريد کې ځاني او مالي زيان اوښتی

کابل کې ديوې رسنۍ پر دفتر بريد کې ځاني او مالي زيان اوښتی

د کابل ښار په شپږمه ناحیه د پل سوخته سیمه کې پر یوه رسنیز دفتر ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نحیب دانش وویل، پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
دصدای افغان- اوا خبري اژانس پر خپله ویب پاڼه په تازه معلوماتو کې لیکلي چې دوو چاودنو ګڼ کسان وژلي او ژوبل کړي دي، سرچينه زیاتوي چې اوس هم دپېښې به ځای کې کسان پاتې دي چې اکثره يې مړه او ژوبل دي.
د صدای افغان – اوا دفتر مشر سید حسن حسیني وايي، نن پنجشنبه د ډيسمبر ۲۸مه په دفتر کې د محصلانو غونډه روانه وه. د هغه په خبره، په برید کې ګڼه مرګ ژوبله پېښه شوې ده.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي وویل، په دغه چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
امنیتي چارواکو په سیمه کې چاودنه مني، خو د نوعیت په اړه یې لا څه نه دي ویلي.
تراوسه کومې وسله ولې ډلې هم په دې اړه خبرې نه دي کړي.
د صدای افغان وېبپاڼې لیکلي، چې په دغه برید کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
پر صدای افغان برید داسې مهال کېږي، چې دوه میاشتې وړاندې په کابل کې پر شمشاد راډیو ټلویزون دبرید مسوولیت داعش وسله والو اخیستی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *