جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې د ملي امنيت ودانۍ ته نېږدې ځانمرګی بريد شوی

کابل کې د ملي امنيت ودانۍ ته نېږدې ځانمرګی بريد شوی

د افغانستان د کورنیو چاور وزارت وايي، د کابل ښار ډیپلوماټیکه شش درک سیمه کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۹ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل، په چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. د نوموړي په خبره، تر اوسه د بریدګر موخه څرګنده نه ده، خو بریدګر پلی و او د عمومي سړک پر غاړه یې ځان ته چاودنه ور کړې ده.

د کورنیو چارو مرستیال ویاند نصرت رحیمي ویلي، ځانمرګی برید د نهمې امنیتي حوزې په سیمه کې د ملي امنیت اړوند ودانۍ د دروازې مخې ته شوی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې دا برید غندلی. ولسمشر ویلي، د سولې او ثبات دښمنان په دا ډول بریدونو هېڅکله خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي بي بي سي ته وویل، تر اوسه له پېښې لږ تر لږه ۳ مړي او یو ټپي کس د وزیر اکبر خان روغتون ته لېږدول شوي دي.

عيني شاهدان وايي يوه ځانمرګي بريدګر په ياده سيمه کې د ملي امنيت د  تالاشۍ پر يوې پوستې ځانمرګى بريد کړى دى.

تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسؤولیت نه دی منلی.

په تېره مې میاشت کې هم د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې د ټانکر په مټ ځانمرګي بريد تر ۱۵۰ ډېر کسان وژلي وو.

دا په ۲۰۰۱ کال د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلاف د بریدونو پایله کې د طالبانو د تحریک له ړنګېدا وروسته پلازمېنه کابل کې تر ټولو ډېر خونړی برید و، چې ډېری قربانیان یې ولسي وګړي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: