چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې د ملي امنیت پر یوه مرکز وسله‌وال برید شوی

کابل کې د ملي امنیت پر یوه مرکز وسله‌وال برید شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند افشار سیمه کې د ملي امنیت پر یوه مرکز ډله ییز وسله وال برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت وویل، بریدګر د ملي امنیت یاد مرکز ته څېرمه یوې لوړپوړې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه ډزې کوي.

د هغه په خبره، سیمې ته افغان ځواکونه رسېدلي او له بریدګرو سره یې نښته روانه ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیراحمد مجاهد د برید تائید کړی، خو د برید د کره ځای او څرنګوالي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. نوموړي د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم څه نه دي ويلي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې د پيښې ځای ته ځانګړي ځواکونه رسیدلي او له بریدګرو سره په نښته بوخت دي.

عیني شاهدان وايي، چې په سیمه کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي او د بریدګرو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري.

د برید مسولیت تراوسه چا نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *