پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې ځانمرګي برید ‍۱۵ کسان وژلي

کابل کې ځانمرګي برید ‍۱۵ کسان وژلي

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو  ته وویل، برید پر هغه فلانکوچ شوی، چې د دفاع وزات د تحصیلي او تعلیمي کورسونو مداومین پکې لېږدول کېدل.

مداومین هغه محصلین دي، چې د دفاع وزارت اړوندو کورسونو کې زده کړې ورکول کېږي.

په برید کې څلور نور کسان ټپیان شوي هم دي.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، برید له غرمې وروسته درې نیمو بجو د پخواني ۹۹ نمبر قراول پر عمومي سړک د فلانکوچ ډوله موټر په مټ شوی دی.

د تېرې جمعې په ورځ د کابل لوېدیځ کې د شیعه ګانو یوه جومات کې د ننه پر لمونځ کوونکو د داعش د یوه ځانمرګي بریدګر ډزو او بیا ځانمرګي برید د درو ښځو په ګډون لږترلږه ۵۶ کسان ووژل او ۵۵ نور یې ټپیان کړل.

تر اوسه د برید مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: