دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / قبايل / کارپوهان: دپاکستاني پوځ چلند له توپيره ډک دی
Supporters of a Pakistani radical religious party shout slogans during a sit-in protest at an intersection of Islamabad, Pakistan, Monday, Nov. 20, 2017. A Pakistani court has granted the government three more days to find a way to clear an Islamist rally near the capital, Islamabad. (AP Photo/Anjum Naveed)

کارپوهان: دپاکستاني پوځ چلند له توپيره ډک دی

په اسلام اباد کې د مذهبي ډلو د احتجاجي ناستې په اړوند د پوځي مشر بيان ته د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو سخت غبرګون ویل شوی چې پوځ دې دغه ډول نرمه رويه په ملک کې د ټولو قوميتونو د خلکو سره ولري.

د پوځ مشر جنرال قمر جاوېدباجوه پرون د يکشنبې په ورځ د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي سره اسلام اباد کې د تحريک لبېک ډلې د احتجاجي ناستې ختمولو په اړوند ليدنه کې ويلي ؤ، چې د خپلو خلکو په ضد قوت کارول نه دي پکار، د دوي په ضد پوځ لېږلو ته اړتيا نه لري.

پښتون خبريال او څيړونکی عقيل يوسفزی وايي، “په پاکستان کې په سياسي، صحافتي او عوامي حلقو کې دا تاثر ډېر زيات شوی دی چې د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ په خصوصي توګه، دا د مختلفو قوميتونو سره يا مختلفو ګروپونو سره مختلفې رويې ساتي”.

نوموړي وويل دغه خبره يو ځل بيا د اسلام اباد په احتجاجي ناسته کې ثابته شوه چې که ” داسې کړنې کوم قوم پال ګوند کړې وای يا د وړو صوبو يو ګروپ يا تنظيم داسې څه کړي وای، نو عام تاثر دا دی چې د پاکستاني پوځ رويه به ورسره بلکل بل شان وه”.

هغه وويل ځکه د پاکستاني پوځ بدل بدل چلند ته خلک ګوته نيسي.

څيړونکی توصف احمدخان وايي، پوځ د حکومت يوه اداره ده او د پاکستان د قانون ترمخه د ټولو ادارو مسووليت دی چې د منتخب حکومت حکمونه ومني،

” خو دلته پوځ په رياست کې دننه د رياست په توګه مخې ته راغلی دی او خپلې پاليسۍ پخپله جوړوي”.

هغه وويل ” دا خبره په ډاګه ده چې بلوچستان کې بدله پاليسي ده سندهـ کې بله په نظر راځي او د يوې خاص قسم ډلې دپاره بله رويه ساتل شي، دا تضاد دی او د دې نه په ملک کې منفي سوچ ته وده ترلاسه کيږي”.

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفير حسېن حقاني په ټويټر ليکلي، ” پوځ به کله هم د مهاجرو، سندهيانو او بلوچ مظاهره چيانو سره دغه رنګ پرامنه رويه ونکړي، د دوي د وژلو يا بې درکه کولو به وايي، خو د مذهبي تندلارو لپاره د پاکستاني پوځ بدل چلند او نرمې پاليسۍ خلک حيران کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: