چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کارپوهان: هوايي بريدونه دې ترهګرو پر ځالو ترسره شي

کارپوهان: هوايي بريدونه دې ترهګرو پر ځالو ترسره شي

د امریکا د لوی درستیزانو عمومي کمیټې ويلي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه د جګړې په ډګر کې د حالاتو په خاطر زیات شوي دي، خو کارپوهان وايي غوره دا ده چې ترهګر د هغوی په دایمي پټنځايونو کې په نښه شي.

جنرال مکینزي وویل چې ټول هوایي بریدونه د وسله والې جګړې د قوانینو په چوکاټ کې کیږي او د ماشومانو، میرمنو او بې ګناه ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره په خورا دقت تر سره کیږي.

جنرال مکینزي چې د دفاع په وزارت کې یې د خبریالانو سره خبرې کولې، دا یې هم وویل چې د جنوبي آسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې په تطبیق کیدو او په افغانستان کې د سلاکارانو او روزونکو د شمیر په زیاتیدو سره به د افغانستان هوایي ځواک نور هم غښتلی شي.

دغه امریکایي جنرال زیاته کړه چې د افغانستان هوایي ځواک د زیات وخت لپاره په کافي اندازه تجهیزات نه درلودل او په بیړه د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره دغه ستونزه لا پسې زیاته شوه خو جنرال مکینزي وړاندې وویل: (مونږ اوس د افغانستان هوایي ځواک د سره رغوو).

ډګر جنرال کینیت فرانک مکینزي ومنله چې د افغانستان عراضي ته په کتو د هوایي ځواک د روزنې ماموریت به آسانه نه وي خو ز یاته یې کړه چې امریکايي روزونکي به د افغانستان د هوایي ځواک سره د ډلګیو په کچه کار کوي.

د امریکا د هوايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ ویلي دي چې دغه بمبارۍ د جهور رئیس ډونالډ ټرمپ د نوې تګلارې په اساس شوي. ښاغلي ټرمپ د افغانستان په جګړې کې محدودیتونه لیرې کړي او امریکايي ځواکونو ته یې واک ورکړی چې د “دښمن” د ماتولو لپاره اړین اقدامات وکړي.

افغان چارواکو هم منلې چې هوایي بریدونو د طالبانو او داعش په خلاف جګړې کې ښه نتیجه ورکړې.

بلخوا وروستيو پېښو وښوده چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي، کارپوهان وايي د جګړې په ميدان کې د ترهګرو له ځپلو دا غوره ده چې ترهګر په دایمي پټنځايونو او ځالو کې په نښه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: