سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کارپوهان: پاکستاني چارواکي خپلې ژمنې هېروي

کارپوهان: پاکستاني چارواکي خپلې ژمنې هېروي

 د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې د افغانستان او پاکستان د ښو اړيکو خبره کړې، چې دا وخت پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د نړۍ تر فشارونو لاندې دی. هغه افغانستان ته د سفر خبره هم کړې، خو کارپوهان وايي په دې نېږدې ورځو کې او د دې نه وړاندې موده کې چې کوم پاکستاني مشران افغانستان ته راغلي، نو ټولو يې خپل هيواد ته په ستنېدو افغان چارواکو سره کړې ژمنې هېرې کړي دي.

خو د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي وايي چې افغانستان او پاکستان ورورګلویزې اړیکې لري او اسلام اباد د افغانستان د ثبات غوښتونکی دی. خاقان عباسي د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وویل، اراده لري چې کابل ته لاړ شي. ده زیاته کړه: (دواړو هیوادونو د یو بل لپاره قرباني ورکړې ده).

د پاکستان صدراعظم وویل، اسلام اباد د افغانستان د ثبات غوښتونکی دی او په دې لاره کې یې قربانۍ ورکړي دي: (موږ د افغانستان حکومت ته وریاده کړې چې ځینې تورونه د منلو نه دي ځکه چې مسلې د خبرو له لارې هوارېدای شي).

خو بل خوا د ورځنيو پېښو شاهدان وايي د افغانستان په ګډون د سيمي هيوادونه د هغو ترهګرو ګواښ لاندې دي، چې اوس هم په پاکستان کې روزل کېږي او د هغه ځايه يې ملاتړ کېږي.

په دې وروستیو کې پر پاکستان د امریکا پر له پسې فشار سبب شوی چې دا هیواد خپل دریځ نرم کړي او افغان چارواکو ته د تروریزم پر ضد د همکارۍ ژمنې ورکړي، خو خو رواڼ اندي وايي د پاکستان اوسنی نرم چلند او د همکارۍ ډاډ له زړه نه برېښي او دوی د ګاونډيو هيوادونو نه زيات د خپلو روزل شوو ترهګرو همکاري او ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: