چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / کانګریس:پاکستان دډالرو بدل کې دوی سره مرستې ته چمتو دی

کانګریس:پاکستان دډالرو بدل کې دوی سره مرستې ته چمتو دی

دامریکا متحده ایالاتو کانګریس یوه غړي ویلي چې پاکستان هم دځینو نور په څيردجګړې په پیسو روږدی ده باید دحقانې شبکې لپاره مشروط ډالر ورکړل شي ،ترڅو په سیمه کې دوسله والوپه وړاندې رغنده عملیات وکړي.

په همدې اړه د امریکا کانګریس په یوه رسمي وینا کې ویلي کوم وخت چې پاکستان د حقاني شبکې دمشرانو پر ضد عملي اقدام وکړ، نو امریکا به هم پاکستان ته  ۷۰۰ ملیون ډالره مرسته تصویب کړي.

دټاکل شوي ۷۰۰میلیونو څخه سم نیمايي د نړیوال ايتلاف له بسپنې ورکول کیږي چې تیروڅوکلونوکې ۱۰۰۰میلیونه ډالرورکړل شوی دي.

 پآکستاني پوځیان له امریکا اومتحدینو څخه ګیله لرله چې دتیرکال ۳۵۰میلیونه ډالريې ترې تم کړي ،خو د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمز ماتیس ویلي چې  په ۲۰۱۶ کال پاکستان دحقانې شبکې په وړاندې نمایش عمل کړی ځکه ورته ورنه ګړل خوسږ کال ځینې عملي اقدام غواړي یاده دې وي  چې امریکا په ۲۰۱۶ م کال پاکستان ته ۹۰۰ ملیون ډالره مرسته ورکړي. د دغو پیسو ۵۵۰ ملیونه پاکستان ترلاسه کړي او ۳۵۰ یې پاتې وې.

داشرف غني سیاست له پیل څخه دپاکستان په وړاندې دامریکا بې باوري زیاته شوې ،کارپوهان وايي چې دکرزې ادارې ډیری لوړرتبه مامورین دپآکستان په پټوتنخواګانو اوامتیازاتوچلیدو،خو اوس دې موضوع ته دنوي نسل اوځواني طبقې په جوړیدوسره ژور بدلون راتلونکی دی چې امریکا هم داشرف غني سیاست پلي کیدل غوښتي دي.

 دامریکا دیوه ځانګړي پوځې راپور له مخې چې پاکستان ته تراوسه د وسله والو په ضد جګړه کې له ۱۵تر۳۰میلیارد ډالرو پورې متقابله مرسته ورکړې ده چې دې کې دوه حصې نړۍ والوبسپنوڅخه دي اودوه حصې دامریکا لخوا ورکول شوې دي،خودې ځل بیا امریکا دشلو مذهبي ډلو دوسله والوپه وړاندې یولیست په پاکستان ته سپارلی چې هغه کې مهم ۷۵طالب مشران هم دي چې باید دوی ته یې په لاس ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: