سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کرزی:داعش دسیمیزو استخباراتو له خوا تقويه کیږي

کرزی:داعش دسیمیزو استخباراتو له خوا تقويه کیږي

دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د المان له ‹‹بیلد›› ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې د مختلفو لارو څخه تقویه کیږي.
کرزی وایي د داعش روزنیزې چارې او جګړیزې طرحې د سیمیزو استخباراتي کړیو او افغان دولت له خوا پر مخ وړ کیږي.
کرزی زیاتوي ‹‹ دا د امریکا د نظامي حضور پایله ده چې هغوی نه غواړي په هیواد کې واقعي سوله راشي ››
کرزي ویلي چې داعش هغومره زور او قوت نه لري لکه څومره چې د رسنیو لخوا قوي ښودل کیږي.
د کرزی په خبره؛ امریکا په افغانستان کې د سولې هیڅ بر نامه نه لري او یواځې خپلې موخې پرمخ وړي.
کرزي امریکایان تورن کړل چې په تیرو څو کلنو کې د دولت جوړونې لپاره یې مختلفې طرحې په لاره اچولې چې هیڅ نتیجه یې نه ځکه درلوده چې امریکایان په هیواد کې په لوی لاس قوانین تر پښو لاندې کوي.
د نوموړي په خبره، امریکایان د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره رقابتونه کوي او په شدت سره فساد ته لمن وهي.

کرزی داخبرې داسې مهال کوي چې د ننګرهار په خوږیاڼو او شیرزادو کې د داعشي ملیشو او سیمیزو خلکو ترمنځ جګړه ورځ تر بلې زور اخلي سیمیز خلک او د ننګرهارولایتي شورا وایي چې داعشیان د حکومت څرګند ملاتړ له ځانه سره لري او آن چې د هوا له لارې ورته وسلې او کوردینات رسول کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: