د پاکستان په قبايلي سيمه کرمه ايجنسۍکې امريکايي بې پيلوټه الوتکې د حقاني شبکې په مرکز دوه میزايل ويشتلي او درې مشکوک ترهګر پکې وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د امريکایي بې پيلوټه د بريد پخلی نه دی کړی.
راپورونه وايي ډرون بريد نن د پنجشبنې په سهار د افغانستان سره په نامنلې پوله د کرمې ايجنسۍ په غوزګړۍ علاقه کې شوی دی.
د کرمې ايجنسۍ ځايي دولتي چارواکو ويلي دوي د برېد په اړوند مالومات کوي.
ځينې راپورونه وايي په غوزګړۍ کې د پيشوګړ نومې چيک پوستې سره نزدې دغه بريد شوی دی.
د روان کال اکتوبر په میاشت کې هم په غوزګړۍ کې د ډرون بريد خبر ورکړی شوی ؤ خو وروستو د پاکستان پوځ ویلي ؤ نه خو په کرمه کې ډرون بريد شوی او نه د پاکستان د هوايي حدودو سرغړونه شوې ده.
د اکتوبر په میاشت کې شوې ډرون برید کې د حقاني شبکې د ۲۳ نه ۳۰ پورې مشکوک ترهګرو د وژل کېدو ویل شوي وو.
دغه تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست په مياشت کې د افغانستان لپاره خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نیوکې کړې وې، او ويلي يې ؤ پاکستان په خپله خاوره ترهګر ساتي.
افغانستان او امريکا تور لګوي پاکستان حقاني شبکې ته په خپله خاروه پناه ورکړې او د غلته ه په افغانستان کې ترهګري کوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.