یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / که مو په فيسبوک کمپنۍ کې کار کاوه، څه امتيازات او اسانتياوې به مو لرلې؟

که مو په فيسبوک کمپنۍ کې کار کاوه، څه امتيازات او اسانتياوې به مو لرلې؟

که مو په فيسبوک کمپنۍ کې کار کاوه، څه امتيازات او اسانتياوې به مو لرلې؟
کېدای شي دا پوښتنه درسره وي چې د فيسبوک د مرکزي دفتر (د مينالوپارک دفتر) کارمندان سره له دې چې ښه معاشونه لري فيسبوک نورې څه اسانتياوې په نظر کې ورته نيولې دي.
فيسبوک او ګوګل دواړه هڅه کوي له خپلو کارمندانو څخه (چې ټول یې تکړه،کارپوه اومجرب کسان دی) د ښه کار اخيستلو په وړاندې هغو ته ښه معاش او په معاش سربېره اسانتياوې هم برابرې کړې.
لاندې يوولس اسانتياوې فيسبوک خپلو کارمندانو ته نن سبا ورکوي.

• هر پلار او هرې مور ته چې نوی ماشوم یې زېږېدلی وي او يا یې يو ماشوم په (زوی توب) نيولی وي څلور مياشتې سره له معاشه رخصتي ورکوي. (خو پام مو وي چې هغه خلک داسې نه دي چې هرکال یې زېږوي او بيا په شمېر او نومونو کې زامن ترې غلطېږي چې دا مې کوم او څووم زوی دی)
• د فيسبوک د مينالوپارک دفتر هرکارمند چې په بايسکل دفتر ته راځي د بايسکل د وړيا جوړولو او پرزو ور اچولو لپاره مستريان هم لري.
• د ورزش، جېم، او د نورو لوبو ځانګړي کلبونه لري چې کارمندان پکې وړيا تکړښت کولای شي.
• د فول ټايم کارمند لپاره ۲۱ ورځې رخصتي سره له معاشه لري.
• د ويډيويي ګېمونو کولو لپاره هم خپلو کارمندانو ته وړيا اسانتياوې او ځای لري.
• هر هغه مور او پلارته چې نوی یې ماشوم زېږېدلی وي ۴۰۰۰ ډالر ډالۍ او هغه څوک چې ماشوم په زوی توب نيولی وي د هغه لګښت او د خوړو او څښاک بندوبست یې هم فيسبوک کمپنۍ کوي.
• د ورځې په اوږدو کې د کارمندانو د خوراک،څښاک ،ناشتو او قهوې برابرول ټول د فيسبوک پرغاړه دي.
•ان کې وېښتان او ږيره اصلاح کوې، فيسبوک ځانګړې سلمانيانې هم لري چې کارمندان يې وړيا وېښتان پکې اصلاح کولی شي.
• د لومړنيو طبي مرستو او غاښونو د جوړولو روغتون هم لري چې کارمندان یې پکې مفته ا د غاښونو درملنه کولای شي.
• د کارمندانو د موټرونو لپاره وړيا پارکينګ او هغه کسان چې برېښنايي موټر لري د هغو لپاره د موټر د وړيا چارجولو اسانتيا هم لري.

د تاسې په کنټري کې څه حال دی؟
Aail.NoorAhmad

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *