جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / که پاکستان ترهګر ونه ځپي، امریکايي ځواکونه یې ځپلی شي

که پاکستان ترهګر ونه ځپي، امریکايي ځواکونه یې ځپلی شي

هندۍ ورځپاڼه The Hindu د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله چې ادعا کوي د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د امریکا د بهرنیو چارو وزير په غونډه کې حاضر و، وايي:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ویلي د ترهګرو پر وړاندې دې اقدام وکړي ، که نه، نو په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه به یې چاره وکړي.

 

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان بيا خپله سرمقاله د افغانستان او امریکا اړیکو ته ځانګړې کړې او لیکي چې پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر څرنګوالی او موده یې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي څومره ستونزې لري.

ورځپاڼه زیاتوي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او هند لیدنه وکړه او په منځ کې یې پاکستان کې یوه لنډه دمه وکړه.

ډان پاکستان دولت ته سپارښتنه کوي چې د امریکا د نوې ادارې او د سیمې واقعیتونه دې له پامه نه غورځوي او یوازینۍ لاره چې پاکستان ته لږ و ډېر اعتبار  وربښلی شي، هغه له اورپکۍ سره پرېکنده چلند دی.

 

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هند ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټېلرسن د سفر په اړه لیکي نوموړی ته په هند کې تود هرکلی ویل شوی هغه څه چې پاکستان ته د هغه د رسیدو پرمهال ونه لیدل شو.

ورځپاڼه زیاتوي ښاغلي ټېلرسن په دې نظر دی چې د پاکستان ټیکاو له خطر سره مخامخ دی او لامل یې هغه وسله والې ډلې دي چې په پاکستان کې خوندي ځالې لري.

د ورځپاڼې په خبره، ښاغلي ټېلرسن په هند کې یو ځل بیا هغه خبره تکرار کړه چې په پاکستان کې ډیرې ډلې خوندي پټنځیونه لري او پاکستان ته پکار دي چې د له منځه وړلو لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: