جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / ناټو قوماندان: که پاکستان راستي ونه کړي، ډېر څه به له لاسه ورکړي

ناټو قوماندان: که پاکستان راستي ونه کړي، ډېر څه به له لاسه ورکړي

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن ویلي که پاکستان زمونږ په دښمنانو فشار زيات کړي او د امریکا غوښتنو سره سم ګامونه پورته کړي نو یو شمیر ګټې به اومومي او که داسې وه نه کړي نو د ډیر څه به له لاسه ورکړي.

د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې نه وروسته رسنيو ته ښاغلي نیکولسن ویلي، افغانستان او سویلي اسیا په اړه د امريکې تګلارې نه وروسته په لویه کچه څو څو وارې د پاکستان سره خبرې اترې شوي دي، خو بدلون نه دی ليدل شوی. جان نیکولسن زیاته کړې: (ډیر زر به د امریکا د دفاع او بهرنو چارو وزیران د پاکستان سفر کوي او دپاکستاني چارواکو سره به نورې مهمې خبرې کوي).

د امریکايي ځواکونو مشر دا هم په ډاګه کړې چې امریکا او پاکستان نه غواړي چې دغه خبرې اترې په ډاګه یا ښکاره شي. خو زیاتوي ٫٫ که پاکستان زمونږ په دښمن فشار زیات کړي ډیرې ګټې به ترلاسه کړي. خو که چرې داسې وه نه کړي نو د ډیر څه به د لاسه ورکړي.٬٬

په افغانستان کې روان کال د جګړې تودېدو او راروان کال د افغان عسکرو او امریکايي پوځ د پلان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر ویلي مونږ غواړو چې راروان کال تشدد او جګړه کمه شي خو دا خبره کول به د وخت نه وړاندې وي.

جنرال جان نیکولسن ویلي، راروان کال د جګړې او تشدد د کموالي انحصار په پاکستان دی، که چرې پاکستان په خپله خاوره د افغانستان او امریکا دښمنانو باندې فشار سېوا کړي، هغوی دې ته پرې نږدي چې بیا را یو شي او جګړې ته ځان تیار کړي، دوي ته نور پناه ځایونه ور نه کړي نو د افغانستان جګړه کمیدی شي.

ښاغلي جان نیکولسن خبرداری ورکړی که چرې پاکستان دغه کار ونه کړ نو راروان کال په افغانستان کې یو بل د جګړې ډک کال وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: