شنبه , مې 15 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / کوئټه کې ځانمرګي بريد ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کوئټه کې ځانمرګي بريد ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

وسله والو سختدریځو د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د عیسویانو پر کلیسا برید کړی دی. د سرچينو دمعلوماتو له مخې، لومړی د کلیسا په خوله کې، چې د ښار په زرغون واټ (روډ) کې موقعیت لري، چاودنه وشوه، ورپسې ډزې بیل شوې. په دې پېښه کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي

د حملې سیمه د کوټې ښار تر ټولو خوندي سیمه ګڼل کېږي. خبرونه وايي چې په برید کې لږترلږه ۴ انتحاریانو برخه لرله جې تر ډېره يې د پوليسو او پوځيانو سره ډزې تبادله کړي دي.

سرچينې وايي چې یوه حمله کوونکي خپل چاودونکي مواد په کلیسا کې دننه چاودلي دي. دا برید په داسې حال کې شوی چې ګڼ شمېر عیسویان د یکشنبې د عبادت لپاره په کلیسا کې راټول شوي دي.

دلومړنيو معلوماتو له مخې په دې حمله کې کم نه کم ۸ کسان مړه او ۳۰ نور ژوبل شوي دي. د بلوچستان ځايي چارواکي وايي په زرغون سړک دغه کليسا باندې دوه وسله والو برید وکړ چې پکې یو د کليسا دننه ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د دې حملې په وخت موجود کسانو تر مخه چاودنه هغه مهال شوې ده کله چې کليسا کې خلک په عبادت بوخت وو. پيښې نه پس د پولیسو او نور پوځ کسان سیمې ته استول شوي دي.

د ځايي روغتون د کارکوونکو په وينا پنځه کسانو مړي او شلو پورې ژوبل حالت کې کسان وروړل شوي دي. په ژوبلو کسانو کې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *