چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کوز کونړ کې د ۱۳ نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ښوونځي ودانۍ تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کوز کونړ کې د ۱۳ نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ښوونځي ودانۍ تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کوز کونړ کې د ۱۳ نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ښوونځي ودانۍ تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ کې د نږدې دیارلس نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د شګې د هلکانو لېسې ودانۍ تر جوړېدو وروسته د لړم په لسمه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د یادې لېسې ودانۍ د پوهنې وزارت له لوري د نړیوال بانک په نږدې دیارلس نیم میلیونه افغانیو مالي لګښت د یو کال په موده کې جوړه شوې، چې دولس خونې او نور ضروري محلقات لري .
هغه د کوز کونړ ولسوالۍ ولسونو څخه وغوښتل، چې د لېسې په ساتنه او پالنه کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې ادارې سره مرسته وکړي .
ننګرهار د پوهنې سرپرست رئیس سیدعیسی سادات وویل،په دې ودانۍ کې اته تدريسي اوڅلور ادارې خونې،دوه تشنابونه،پنځوس کمپیوټرونه،یوسلو شپیته میزونه او چوکۍ او نور توکې شامل دي .
کوز کونړ ولسوال عاشق الله سادات وویل، په یاده ولسوالۍ کې ۴۸ ښوونځي شتون لري،چې دیرش زره زده کوونکي په کې زده کړې ترسره کوي،خو په وینا یې شل ښوونځي اوس هم احاطې او ودانۍ نلري،چې په دې برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د ولایتي شورا غړي سهراب قادري او عبیدالله شینواري د ننګرهار والي او پوهنې ادارې څخه مننه وکړه،چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله .
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د څارنې او ارزیابۍ رئیس محمد اسماعیل خطاب،د کوز کونړ ولسوالۍ امنیه قوماندان،مخورو او زده کوونکو ګډون کړی وو.
د یادونې وړده، د شګې په لیسه کې ۱۶ سوه زده کوونکي په زده کړې بوخت دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: