شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / قبايل / کوم پوځيان چې د سياست شوق کوي ټوپک دې کيږدي

کوم پوځيان چې د سياست شوق کوي ټوپک دې کيږدي

د اسلام اباد هائيکورټ قاضي ويلي پوځ څوک دی چې د مينځکړي رول لوبوي؟ د پوځ خپل قانوني رول دی، کوم پوځيان چې د سياست شوق کوي ټوپک دې کيږدي سياست ته دې راشي”.

د اسلام اباد هائيکورټ قاضي دغه خبرې د مذهبي ډلې تحريک لبېک يارسول الله د احتجاجي ناستې په اړوند اورېدنه کې کړي دي.

د حکومت او مذهبي ډلې تحريک لبېک يارسول الله ترمنځ د احتجاجي ناستې ختمېدو تړون تېره شپه شوی او دغه تړون پاڼه چې په رسنيو راغلې د پوځي افسر د مېجر جنرل فيض حميد د لارې خپره شوې ده.

د ياد تړون چې شپږ غوښتنې پکې شامل دي، د قانون وزير زاهدحامد د مستعفي کېدو وروستود احتجاجي ناستې ختمېدو اعلان شوی خو ويل شوي چې د حکومت د عملي ګامونو اخستو پورې به اسلام اباد کې احتجاج کوونکي مشران ناست وي.

عدالت نن د دوشنبې په ورځ د کورنو چارو مرکزي وزیر احسن اقبال غوښتی او د احتجاجي ناستې په اورېدنه کې يې په حکومت او پوځ د غصې څرګندونه کړې چې د فېض اباد د احتجاجي ناستې ختمېدو په تړون کې څنګه پوځ مينځګړی جوړ شوی دی.

احسن اقبال ویلي، د قامي مشرانو په مشرۍ تړون شوی او پوځي افسر د مينځګړي نا د ګواه په توګه شامل و.

جسټس صديقي ويلي “ردالفساد عمليات اوس چرته دي؟ ايا په احتجاج ناسته کې فساد په نظر نه دی راغلی؟ دا خو د دې ثبوت دی چې د پوځ ککړتيا پکې ثابتوي”.
احسن اقبال ويلي دغه پوښتنه دې د احتجاج کوونکو نه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: