شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / قبايل / کونړيان په نامنلې پوله ازغن سيم غځول نه مني

کونړيان په نامنلې پوله ازغن سيم غځول نه مني

دکونړ ولايت اړوند دناړۍ ولسوالۍ دارنوۍ په سرحدي کرښه پاکستاني فوځيانو داغزن تار دغځولو هوډ کړی، چې د ځايي خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي. له پرون راهسې په ارنوۍ کې حالت کړکيچن دی، دکونړ دولايتي شورا ريس ومنله چې دسيمې خلکو او ديادې ولسوالۍ چارواکو ورته ويلي دي، چې پر نامنلې پوله داغزن تار له غځولو سره به ولس نور غبرګون ته اړ شي.

ځايي اوسېدونکي دکونړ او مرکزي دولت له چارواکو هيله او غوښتنه کوي، چې دموضوع حساسيت په پام کې ونیسي، کنه دبريکوټ او ارنوۍ په سرحدي غرونو او رغونو کې به ځايي خلک د پاکستان د دې کار پر ضد چې په نامنلې پوله سيمي ديوالونه جوړوي، خبره تاو تريخوالي ته ووځي.

د کونړ اوسېدونکي وايي هغه مهال چې دغازي ميرزمان خان په بلنه او مشرۍ ګڼو غازيانو خپل سرونه د وطن دخپلواکۍ لپاره نذرانه کړل، نو اوس هم په دې غرونو کې داسې مشران شته چې کولای شي کونړي ولسونه د پاکستان د دې ناوړه عمل پر ضد راپورته کړي.

کونړ په تېر مهال کې د ځايي خانانو او مشرانو د بهادرۍ له امله د بهرنيو ايرغلونو پر ضد په ټول هيواد کې د غورځنګ او خپلواکۍ څلورمه جبهه وه، کونړيان ګواښ کوي، چې دا وګړي اوس هم په نامنلې پوله يو اړخيزو خوځښتونو منلو ته نه دي تيار.

د پاکستان لخوا په نامنلې پوله باندې د ازغن سيم تېرولو پر ضد  تر دې وړاندې په خوست او ځينو نورو سيمو کې هم ځايي خلک او قومي مشران راپورته شوي دي، خو لا هم پاکستان خپل دغه کار نه مخ نه دی اړولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: