سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کونړکې د۲۰ میلیونه افغانيو په ارزښت د یو روغتون چارې پیل شوې

کونړکې د۲۰ میلیونه افغانيو په ارزښت د یو روغتون چارې پیل شوې

(ټرایبل نیوز  ۲۳ تله ۱۳۹۶ ): کونړ ولایت کې د۲۰ میلیونو افغانۍ په ارزښت د ولایتي ادارې په پرلپسې هڅو  د اسعد آباد روغتیایي کمپلکس د روغتون د جوړیدو لومړنۍ  چارې پیل شوې دي.

کونړ ولایت کې د اسعد آباد ولایتي روغتون پراختیا چې د کونړ ولسونو له لومړیتوبو نو څخه ده، د فیاض کمپ په ساحه کې د دولت د پرمختیایې بودیجې د(۲۰) میلیونو افغانیو په لګښت یې د ادارې تعمیر درې پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره د کونړ والي وحیدالله کلیمزې، دعامې روغتیا رییس عزیزالرحمان ساپي او یو شمېر نورو مشرانو په لاسونو کېښودل شوه.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل، چي  د روغتیا په برخه کې چې د دې ولایت اوسیدونکي له یو شمېر ستونزو سره مخ وو،ولایتي اداره په دې وتوانیده ، چې غوښتنو ته یې ځواب ووايې، روغتون د پراختیا په موخه مو د فیاض کمپ (۲۳) جریبه ځمکه روغتیا ریاست ته په واک کې ورکړه، خوښ یو چې نن د دغې مرکز د جوړیدو عملي چارې پیل شوې او د اداري تعمیر ودانۍ د بنسټ ډبره مو کېښوده..

د اسعد آباد ولایتي روغتون چې د کونړ ولایت سربیره د نورستان ولایت ناروغان هم ورته مراجعه کوي، خلک د ځای د کموالي له امله له ستونزو سره مخ وه، چې د دغې ودانۍ په جوړیدو سره به روغتیایي خدمتونه پراختیا ومومي او د خلکو شته ستونزې به راکمې شي.

د یاده وني وړده، چي څه موده وړاند هم په کونړولایت په شیګل ولسوالۍ کې د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۵ میلیون ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت  د (۲۱۶) مترو په اوږد والي د ژغورنې دیوال چارې پیل شوي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: