جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کونړ کې د افغان ځواکونو او داعشیانو ترمنځ نښتې مرګ ژوبله واړوله

کونړ کې د افغان ځواکونو او داعشیانو ترمنځ نښتې مرګ ژوبله واړوله

په کونړ ولایت کې د امنیتي ځواکونو او د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په خبر پاڼه  کې لیکلي، چې تیره شپه ناوخته د کونړ بین په سیمه کې امنیتي ځواکونو او داعشیانو ترمنځ نښتې پیل شول چې د امنیتي ځواکونو د ځوابي عملیات په پایله کې اته تنه داعش وسله وال ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په پایله کې د داعشیانو دوه جسدونه، دوه میل وسلې، اته شاژونه، د راکټ انداز دوه فیر مرمې، ۱ پایه مخابره، د موبایل ټلیفون درې سیټونه د امنیتي ځواکونه په لاس وغلي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: