دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کونړ کې د پاکستان د بریدونو له امله خلکو خپل کورونه پرې اېښي دي

کونړ کې د پاکستان د بریدونو له امله خلکو خپل کورونه پرې اېښي دي

د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې د مرمیو ویشتلو لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي او خوندي سیمو ته یې کډې کړې دي.

د خاص کنړ  ولسوالۍ د مايه کنډو او سرحدی سیمو اوسیدونکو ټرایبل نیوز ته وویل چی تیره شپه د دوي د کورونو تر څنګ کڼ شمیر توغندي لګیدلی چي له امله یی د وي کورنو پریښودو ته اړ شوی دی د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ویلي، چې له تېرې ورځې راهیسې د کونړ پر دانګام، خاص کونړ، اسمار، شلتن او مرورې ولسوالۍ غرنیو سیمو باندې له پاکستاني لوري شاوخوا دوه نیم سوه توپونه ویشتل شوي، چې له امله یې تر اوسه تر څلوېښتو کورنیو خپل کورونه پرې اېښي دي. هغه وايي له پرون راهیسې په راویشتل شویو مرمیو کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی، خو مالي زیانونه یې اړولي دي. سیمه ییز خلک وايي حکومت دې ددغه ‌‌‌‌‌‌ډول بریدونو په مخنوي کې اقدام وکړي. وړمه ورځ هم پر یو شمېر ولسوالیو دغه ‌‌‌‌‌‌ډول مرمۍ توغېدلې وې چې یو ملکي وګړی یې زخمي کړی و

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: