سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کونړ کې پر ملکي تلفاتو د پخواني ولسمشر حامد کرزي غبرګون

کونړ کې پر ملکي تلفاتو د پخواني ولسمشر حامد کرزي غبرګون

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په کونړ ولایت کې پر ملکي خلکو د امریکایی پوځیانو هوایي برید په کلکو ټکو غندلی.

د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي (حامد کرزی د بهرنیو پوځیانو هغه بمبارۍ چې د کنړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې یې ترسره کړي او له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او زخمیان شوي دي، بشري ضد جنایت او د ټولو نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بولي).

خبرپاڼه زیاتوي، چې پخواني جمهور رئیس په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر زیاتوالي خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې د بهرنیو پوځیانو د دغو غیر مسوولانه کړنو پر وړاندې کلک غبرګون ښکاره او مخه یې ونیسي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې د امریکایي ځواکونو له خوا د کونړ ولایت په څوکی ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو هوایي برید ترسره شو.

د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمم وایي، د دوی لهخوا  ترلاسه شوو معلوماتو پر اساس په دغه برید کې د داعش وسله والو یو شمېر غړي هم ووژل شوي.

خو په سیمه کې عیني شاهدان وایي، وژل شوي او ټپي شوي کسان ټول ملکي وګړي وو او د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته هغه مهال تر برید لاندې راغلل کله چې دوی په علاقه کې د يو په لور روان وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: