سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / قبايل / کوټه:د وسله والو برید کې یو پولیس وژل شوی،درې ژوبل دي

کوټه:د وسله والو برید کې یو پولیس وژل شوی،درې ژوبل دي

دپاکستان دبلوچستان ایالت په لوی ښار کوټه کې وسله والو په پولیسو برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر مړ اؤ درې نور ژوبل شوي دي .

پولیس وایي دغه برید د جمعې په ورځ په فقیر محمد روډ هاغه مهال په پولیسو شوی چې پولیس په ورځنۍ ګزمه روان وؤ.

برید کې د وژل شوي عسکر پیژندګلو د علي محمد په نوم شوې ده.

دسیمې څخه سرچینې وایي په دغه برید کې ژوبل شوي دوه عسکر اؤ یو ماشوم د علاج لپاره د کوټې سول روغتون ته رسؤل شوي چې حالت یې ښه ښودل شوی دی.

دپولیسو په وينا دبرید نه وروستو ترهګر دپيښې د ځایې نه تښتیدلي اؤ پولیسو د هغوئ دنیولو دپاره عملیات پیل کړي دي.

بلوچستان دپاکستان تر ټولو لويه علاقه ده او دتیرې یوې لسیزې راهسې دغه صوبه کې حالات تاوژن دي.

په بلوچستان کې وخت په وخت په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ دهدفي وژنو اؤ په دولتي تاسیساتو دبریدونو راپورونه دمیډیا دلارې مخې ته راځي.

دپاکستان حکومت بلوچستان کې دحالاتو دخرابولو پړه پخپلو څو ګاونډیو هیوادونو وراچوي خو دبلوچستان ملت پاله مشران وایي چې په دغه علاقه کې حالات د بلوڅو سره د ریاست لخوا کیدونکي توپیري چلند خراب کړي دي.

دوی دا هم وايي چې حالات هغو وسله والو خراب کړي، چې پاکستاني پوځ او استخباراتو ورته د پاکستان په خاوره د خوندي پاتې کېدو، تر څنګ د روزنې او هر ډول مرستې ډاډ ورکړی.

دغه ملت پاله بلوڅ مشران دریځ لري چې دبلوچستان خلکو ته پخپلو وسیلو اختیار نه ورکول کیږي اؤ کله چې هغوئ دخپل غږ دپاره احتجاج کوي نو استخباراتي ادارې هغوئ نښه کوي اؤ وژني یې .

دا مهال دبلوچستان ګڼ ملت پاله مشران دهیواد نه دباندې وتلي اؤ دازاد بلوچستان جوړولو دپاره هڅې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: