دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / کوټه کې دپوليسو مشر او د هغه د کورنۍ درې کسان وژل شوي

کوټه کې دپوليسو مشر او د هغه د کورنۍ درې کسان وژل شوي

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د ځايي پولېسو يو مشر، د هغه میرمن، یو زوی او ورور په ډزو وژل شوي دي.

د پاکستان درسنيو په حواله محمد الیاس چې د کوټې پولېس د تفتیش د څانگې مشر و د چارشنبې دورځې په ماښام د کوټې په نوا کلي برخه کې روان و چې په موټر یې ډزې وشوې. د ډزو په نتیجه کې محمد الیاس، د هغه ښځه، یو زوی او یو ورور ووژل شول.

رپورټونه وايي په سمدستي توگه په پولیس د دې تازه حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخېستې خو حکومتي مامورین په سېمه کې د تشدد پړه په بېلتون خوښو بلوڅ وسله والو او یا په تندروه مذهبي ډلو اچوي.

تیره اوونۍ د بلوچستان يو بل حکومتي مشر جنرال حامد شکیل او دوه نور پولیس افسران هم د وسله والو لخوا وژل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *