سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کوچیان د دایمي سرپنا غوښتنه کوي
An Afghan shepherd watches over his livestock in Kandahar on October 18, 2015. AFP PHOTO / JAVED TANVEER

کوچیان د دایمي سرپنا غوښتنه کوي

د کوچیانو د انسجام شورا د افغانستان حکومت کوچیانو ته په نه پاملرنې تورن کړ، ویې ویل چې کوچیان له تعلیم، روغتیا او حتي د اوسېدو لپاره له یوې ټوټې مځکې محروم دي.

دې شورا له حکومته وغوښتل چې د کوچیانو د هستوګنې لپاره دې دوی ته مځکې ورکړي.

د کوچیانو د انسجام شورا رييس دلاور فیضان وویل، کوچیان په خپل هیواد کې د سرپناه، روغتیايي خدماتو او زده کړو له حقه محروم دي.

د ښاغلي فیضان په وینا په درست افغانستان کې د کوچیانو د نجونو لپاره حتی یو ښوونځی نشته.

د کوچیانو د انسجام شورا د دایمي سرپناه، ځانګړې رسنۍ او په دولتي ادارو کې د ونډې غوښتونکې ده.

د دې شورا ريیس وايي چې حکومت دې د کوچیانو د غوښتنو د پوره کولو لپاره پلان جوړ کړي.

فیضان په عین حال کې وویل چې کوچیان د افغانستان له هیڅ قوم سره مخالفت نه لري او خپلې ستونزې له نورو سره د خبرو له لارې حل کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: