سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کډواله:ښوونځی نشته، خو هر سبا د ښوونځي په ارمان د ښوونځي لباس اچوم

کډواله:ښوونځی نشته، خو هر سبا د ښوونځي په ارمان د ښوونځي لباس اچوم

افغانستان ـ زرغونه دولس کلنه ده، هغه وایي ښوونځی نشته چې ورشي، خو لا هم هر سبا د ښوونځی په ارمان د ښوونځي لباس اچوي. دا وخت د ژمي لومړۍ ورځې دي او د جلال اباد ښار په چاپيره د زرګونو په شمېر کې کډوالې کورنۍ د ژوند له سختو ورځو تېرېږي.

دغه په زيات شمېر کې کډوال چې د ننګرهار له شينوارو، هسکې مينې، پچير اګام، خوږیاڼو او ګڼو نورو ولسواليو نه راکډه شوي، د جکومت او نورو خيريه بنسټونو لخوا ورسره داسې همکاري نه ده ښودل شوې، چې د دوی اړتیاوې راکمې کړي.

کډوال وايي حکومت يې غم نه کوي او پرته له دې چې د ژوند اسانتياوې نه لري، يوه لويه ستونزه دا ورپېښه ده چې اولادونه يې له تعليم او ديني زده کړو پاتې دي.

د هسکې مينې يو تن اسېدونکي بلال احمد وويل، که حکومت ورسره نوره مرسته نه شي کولای، نو خپل مسولیت دې پر ځای کړي او د دوی په ولسوالیو کې دې امن راولي: (( موږ تر دا اوسه د حکومت او نړیوالو مرستو ته ناست نه وو، خپل کلي، ځمکې مو وې، اوس هم که امن راشي موږ هېڅ اړتيا نه لرو)).

دغه په زرګونو کډوال چې اوس په ورانو کندرو او زړو دولتي ودانیو کې په اوسېدو سربېره په زيات شمېر کې په کرایه کورونو او نورو داسې ځايونو کې اوسېږي چې د ژوند کولو جوګه نه دي، د جګړو له امله له خپلو سيمو راکډه شوي دي.

په دوی کې داسې کورنۍ هم زياتې دي چې وایي غړي په دولتي ځواکونو کې دندې ترسره کوي او د وسله والو د ګواښونو له امله يې خبل کلي پرېيښي، خو زيات شمېر نورې کورنۍ بيا په خپلو ولسواليو کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتو کدوالۍ ته اړ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: